د نورستان استیناف څارنوالۍ رئیس لطف الله شاهد؛ دغه ریاست ۱۰۶ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
Wed, Feb 17 2021 11:41 AM

د نورستان استیناف څارنوالۍ رئیس لطف الله شاهد ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۰۶ قضيې بررسي کړې دي.

دا غونډه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۱ د رسنیو، ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو، دیني علماوو او د دغه ولایت د ځینو اوسېدونکو په حضور کې ترسره شوه.

ښاغلي شاهد د قضیو د نوعیت په اړه وویل، چې په یادو شویو قضیو کې څلور قضيې د قتل، شپږ د غلا، درې د نشه يي توکو، درې د ترافیکي جرمونو او ۵۲ هم د اداري فساد قضيې دي.

د نوموړي په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګي په پایله کې ۶۸ زره افغانۍ په امانت ډول د دولت خزانې ته تحویل شوې او ۳۳۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي. همداراز یو شمېر وسلې او مهمات، نشه يي توکي هم له تورنو ترلاسه شوي دي.

د نورستان استیناف څارنوالۍ رئیس وویل، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ریاست ځینې مسکلي او اداري کارکوونکي هم د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي. همداراز د دغه ولایت ځینو اوسېدونکو ته د لویې څارنوالۍ د اجرااتو په اړه د پوهاوي ګڼې غونډې هم ترسره شوې دي.

ښاغلي شاهد له عدلي او قضايي بنسټونو سره د پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، له امنیتي، کشفي، ولایت مقام، مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو سره یې د همغږۍ ګڼې غونډې هم ترسره کړې دي.

د یادونې وړ ده، د دغې غونډې په پای کې د خبریالانو او  ګډونوالو پوښتنو ته د نورستان استیناف څارنوالۍ د رئیس له خوا د خپلو اجراااتو او د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات او ځوابونه ورکړل شول.