پروان استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۶۰۴ قضیو ته رسیدګي کړې ده

Hussain_admin
Thu, Feb 18 2021 10:52 AM
ago

د پروان استیناف څارنوالۍ رئیس محمدشریف مهربان شېرزاد ملت ته د حکومت د ځواب ورکولو پروګرام کې وویل، چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۰۴ قضیې د تحقیقاتي پړوانو تر بشپړولو، د اسنادو او مدارکو پر بنسټ او د دعوا له اقامې وروسته محکمو ته لېږلې دي.

دغه پروګرام د پروان د والي، د استیناف محکمې رئیس، د ولایتي شورا وکیلانو، د علماوو شورا رئیس، د امنیتي بنسټونو چارواکو، د مدني ټولنو استازو، رسنیو او د دغه ولایت ځينو اوسېدونکو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۲ دایر شو.

ښاغلي مهربان د عدلي او قضایي ادارو له اجرااتو خلکو ته د اطلاع رسونې په هکله ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «لویه څارنوالي د عدالت د تأمین او قانون تطبیق کوونکې ده او تل خلکو ته د خپلو اجرااتو په هکله اطلاع رسونه کوي.»

نوموړي په ۱۳۹۹ مالي کال کې د قضیو د نوعیت په هکله زیاته کړه، چې ۱۰۸ قضیې د وژنې، ۱۰۴ د غلا، ۱۰ اخلاقي جرمونو، ۷۴ د مخدره توکو، ۹ د اداري فساد، ۶۷ د ترافیکي جرمونو، ۷۲ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۶۰ د نورو بېلابېلو جرمونو قضیې دي.

د ښاغلي مهربان په خبره، د یادو قضیو له ډلې ۵۰۰ ابتداییه محکمې ته لېږل شوي دي، چې ۱۲۰ قضیو خپل محاکماتي پړوانه بشپړ کړي او تورن یې پر حبس او نقدي جزا محکوم شوي دي. همدارنګه ۲۵۴ قضیې د دغه ریاست تر کار لاندې دي، چې د تحقیقاتي پړاوونو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته به محکمو ته ولېږل شي. ۱۳ قضیې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوي او ۳۷ نورې قضیې د کشفي پړاوونو د بشپړولو په موخه اړوندو ادارو ته محول شوې دي.

نوموړي دغو قضیو ته د رسیدګۍ په هکله وویل، چې ۲ میلیونه او ۳۳۲ زره او ۲۵۳ افغانۍ نقدي جزا د دغه ریاست له خوا تثبیت شوې او د دولت حساب ته لېږل شوې ده. همدارنګه ۶٫۲ کیلو ګرامه هیرویین، ۳۰۹ کیلو ګرامه تریاک، ۲۶۶ کیلو ګرامه چرس، ۲۶ بوشکې الکولي مشروبات، ۵۴ ک. ګولۍ او ۱۶ موټر د مصادرې وړ پېژندل شوي دي.

د پروان استیناف څارنوالۍ د رئیس په خبره دغه ریاست په تېر مالي کال کې یو شمېر څارنوالان او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته هم معرفي کړې دي.

د پروګرام په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.