هلمند استیناف څارنوالۍ ملت ته د حکومت د حساب ورکولو غونډه؛ ۹۸۹ قضیې ثبت او رسیدګي کړې دي

د هلمند استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار رحیم الله ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۹۸۹ قضیو ته رسیدګي کړې ده.
دغه پروګرام د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۹ د دغه ولایت د ولایتي چارواکو، ولایتي شورا استازو، د مدني ټولنو استازو او رسنیو په حضور کې وشو.
د ښاغلي رحیم الله په خبره د یادو قضیو له ډلې ۵۴ د وژنې، ۳۴۳ د غلا، ۲۸ اخلاقي جرمونه، ۱۸۷ د مخدره توکو جرمونه، ۴۱ د اداري فساد اړوند جرمونه، ۶۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۹ ترافیکي جرمونه او ۱۹۶ بیا د نورو بېلابېلو جرمونو اړوند قضیې دي.
نوموړي زیاته کړه دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه دوه میلیونه او ۳۰۸ زره او ۹۰۳ افغانۍ نقدي جزا د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. همدارنګه د محکمو له لوري اووه میلیونه او ۲۱۱ زره او ۱۱۶ افغانۍ د جبران خسارې په توګه حکم شوی دی، چې له ډلې یې ۶۹۶ زره افغانۍ د دولت قطعي حساب ته اعاده شوي دي. د هغه په خبره ۱۰ موټره او درې موټرسایکله هم مصادره شوي دي.
هلمند استیناف څارنوالۍ رئیس زیاته کړه، چې دغه ریاست خپله ۹۸،۵ سلنه بودیجه هم په رڼه او اغېزناکه توګه مصرف کړې ده.
ښاغلي رحیم الله د ملتوي قضیو په هکله وویل، چې دغه ریاست ۶۹۸ ملتوي قضیې بررسي کړي او د یادو قضیو په هلکه یې اجراات کړې دي.
نوموړي د ادارو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه ریاست له نورو بېلابېلو ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ پروګرامونه جوړ کړي دي.
هغه د خپلو خبرو په دوام سره وویل، دغه ریاست د ظرفیت لوړونې په موخه خپل د مسلکي او اداري کارکوونکي ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېلو پروګرامونه ته هم معرفي کړي دي.
د پروګرام په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته په تفصیلي توګه د یاد شوي ولایت استنیاف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا ځوابونه ورکړل شول.