د پښتني بانک پخوانی رئيس او درې کارکوونکي د ۹۰۰ زره امریکایي ډالرو د اختلاس، له واکه د ناوړه استفادې او تزویر په تور په مجازاتو محکوم شول
د پښتني بانک پخوانی رئيس او حیات الله دیاني د حمایت الله زوی، د دغه بانک درې کارکوونکي هر یو د د نمایندګي او د کریډيټ کمېټې غړی عبدالهادي د عبدالکریم زوی، پخوانی مالي او اداري آمر او د کریډيټ د کمېټې غړی نصیر احمد د عزیز احمد زوی او د محاسبې مدیر دل آقا د خان محمد زوی د دې قضيې تورن دي.
دا څلور کسان د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر شپږمه د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې له خوا محاکمه شول.
د قضيې د موظف څارنوال موندنې ښيي، چې په ۱۳۸۷ کال کې د «خوشه لمیټېډ» شرکت مالک له پښتني بانکه یو میلیون امریکايي ډالره پور غوښتی و، د خوشه لمیټېد شرکت په جعلي وکالت خط، ځان د په وزیر محمد اکبر خان سیمه، د کابل لسمه ناحیه، کې د یوې حویلۍ وکیل معرفي کوي او د همدې کلا یا حویلۍ په بدل کې له پښتني بانکه د پور غوښتنه کوي.
د موظف څارنوال د صورت عوا پر اساس، د فني پلاوي له خوا پر حویلۍ تر بیې کېښودو وروسته د پښتني بانک مسوؤولین نوموړي ته ۹۰۰ زره امریکايي ډالر د درېیو کالو لپاره په پور ورکوي. دا چې د شرکت رئيس بانک ته ټکټانه پر وخته نه وه ورکړې، پښتني بانک د محکمو د حکم پر اساس غواړي، هغه حویلۍ چې د ضمانت په توګه دغه بانک ته په اختیار کې ورکړل شوې، وپلوري.
په ورته وخت کې د جایداد اصلي مالک چې له هېواده بهر اوسېده، حاضرېږي او د خوشه شرکت د مالک اسناد جعلي ثابتوي او د خپل جایداد د پلور مخه نيسي.
د قضيې موظف څارنوال د اسنادو او شواهدو له راټولولو وروسته خپل تحقیقات بشپړوي او دوسیه د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې ابتداییه محکمې ته استوي.
د دې محکمې قضايي پلاوي د څارنوال، د تورنو د مدافع وکیلانو او د تورنو د دفاعیې تر اورېدلو وروسته حیات الله دیاني د قضيې د اصلي فاعل په توګه په شپږ کاله او شپږو میاشتو تنفیذي حبس، عبدالهادي، نصیر احمد او دل آقا د جرمي شریکانو په توګه هر یو په پنځو کالو او یوې میاشت تنفیذي حبس او څلورواړه په علی السویه ډول په ۹۰۰ زره امریکايي ډالرو نقدي جریمه محکوم کړل.
