د بلخ پخوانی ښاروال د اختلاس په تور پر یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي حبس محکوم شو

Hussain_admin
Tue, Mar 16 2021 10:54 AM

د بلخ پخوانی ښاروال محمد نصیر عیني د عین الدین زوی د قضيې د اصلي تورن په توګه او نوران شاه د احمدشاه زوی په پنځو میلیونو افغانیو اختلاس کې د همکار په توګه، د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا نن یکشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۲۴ محاکمه شول.

د قضيې موظف څارنوال د اسنادو او شواهدو تر راټولولو او د قضيې تر بشپړولو وروسته د تورنو پر ضد د الزام د اوو دلایلو په راوړلو سره محمد نصیر عیني او نوران شاه ته له محکمې څخه د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د څارنوال په صورت دعوا کې راغلي، د بلخ پخواني ښاروال یو لنډکروزر یو کیلي (بې له ترافیکي او ګمرکي اسنادو) موټر د تدارکاتي پړاوونو له بشپړولو پرته په پنځو میلیونو افغانیو اخیستی دی.

د څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د بلخ پخواني ښاروال دا موټر د بازار له بیې څخه ۲۰۰ زره افغانۍ لوړ هم اخیستی او د وزیرانو شورا د ۱۳۹۶ کال د لړم میاشتې ۱۴ نېټې ۱۳ نمبر مصوبه او د تدارکاتو د طرزالعمل ۳۶ ماده یې هم تر پښو لاندې کړې ده.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې قضايي پلاوي د تورن او مدافع وکیل په حضور سره، د بلخ پخوانی ښاروال محمد نصیر عیني د اختلاس او حیف میل په تور د قضيې د اصلي تورن په توګه پر یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړ.

د دغې قضايي ناستې پلاوي د بلخ د پخواني والي محمد اسحق رهګذر د عدلي تعقیب حکم لغوه، د دغه ولایت د ښاورالۍ محاسبې مدیر نوران شاه بري الذمه او همداراز د مالي او اداري آمر جان محمد او ذبیح الله د عدلي تعقیب حکم صادر کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي پلاوي ابتداییه محکمې محمد نصیر عیني پر یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي حبس او پنځو میلیونو افغانیو نقدي جزا محکوم کړی او د محمد اسحق رهګذر د عدلي تعقیب حکم يې صادر کړی و.