د لویې څارنوالۍ د ځینو مسؤولینو د دندې د ځنډېدو په اړه د ځينو شایعاتو په تړاو د لویې څارنوالۍ اعلامیه

Hussain_admin

په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ځينو مسؤولینو او رئیسانو د دندې د ځنډېدو په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه خپرېږي. په لومړي ګام کې باید وویل، چې دا راپورونه بې بنسټه او له حقیقته لرې دي، چې د ځینو مغرضو کسانو له خوا د عامه اذهانو د معشوشولو او د خلکو ترمنځ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د مقام د کمزوري کولو په موخه خپرېږي. څنګه چې هېوادوال خبر دي، تېره اوونۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهور رئيس د لویې څارنوالۍ له رهبري پلاوي سره لیدنه درلوده او د لویې څارنوالۍ د کړنو د راپور د اورېدلو تر څنګ يې په اداره کې د اصلاحاتو، له اداري فساد سره د جدي مبارزې، پر وخت د قضیو ګټور تعقیب او رسیدګي په موخه ځينې هدایات صادر او له اداري فساد د مبارزې او د عدلي خدماتو د وړاندې کولو په اړه يې د جامع طرحې غوښتنه وکړه. د لویې څارنوالۍ مسؤولانو له یادو شویو هدایاتو سره سم اقدام کړی او راپور يې د جمهوري ریاست مقام او افغان ملت ته وړاندې کوي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي له ولس څخه غواړي چې که په جرایمو کې د خلکو د لاس لرلو په تړاو اسناد لري، د لویې څارنوالۍ د شکایت ثبتونې ۱۸۰ شمېرې سره دې اړیکه وکړي یا دې له کشفي او عدلي بنسټونه سره شریک کړي. دا بنسټونه به يې په اړه مسؤولانه تحقیق او ارزونه وکړي او تورن به مجازات کړي. د لویې څارنوالي رهبري هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې دا اداره د قانون د تطبیق او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له هېڅ هاند او کوښښ څخه مخ نه دی اړولی او د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د عدالت د تأمین په لومړۍ کرښه کې غښتلی کار کوي.