میدان وردګ اسیتناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳۰ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
Sun, Mar 28 2021 10:46 AM

د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳۰ قضیو ته رسیدګي کړې چې له دې ډلې ۱۲ قضیې د اتهامنامې او صورت دعو تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې او پنځه قضيې استیناف محکمې ته لېږل شوې دي. په یادو شویو قضیو کې د ۱۴ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، درې قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پنځه قضیې ذیربطو مراجعو ته احاله شوې دي.

په دغو قضیو کې اووه قضيې د قتل، څلور د قاچاق، اووه د غلا، دوه د ترافیکي جرمونو، دوه هم د مالي او اداري جرمونو، دوه نورې له ښځو سره د تاوتریخوالي او اووه قضیې هم  د نورو بېلابېلو جرایمو په تړاو دي.

دغو قضیو ته د رسیدګي په پایله کې ۴۱۵ زره او ۸۰۰ افغانۍ نقدي جریمه راټوله شوې او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده او همداراز دوه تمانچې او ۱۰۷ مرمۍ هم مصادره شوې دي.