د پکتیا ښاروالۍ ساختماني آمر د رشوت اخیستو په تور و نیول شو
د لویې څارنوالۍ د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د پکتیا ښاروالۍ ساختماني آمر د ۱۵۰۰۰ امریکايي ډالرو بډو اخیستو په تور ونیوه.
یوه هېوادوال د لویې څارنوالۍ د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست ته شکایت وکړ او یاد ریاست له کشفي او امنیتي ځواکونو سره د ګډو اپراتیفي عملیاتو په پایله کې تورن د ۱۴۰۰ کال د وري پر ۱۵ ونیوه.
د شکایت کوونکي په خبره، د پکتیا ښاروالۍ ساختماني آمر د یوې نمرې رهایشي ځمکې د بدلولو په بدل کې له نوموړي ۱۵۰۰۰ امریکايي ډالره غوښتي دي. د لویې څارنوالۍ د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د شکایت له مستندولو او ارزونې وروسته، تورن د پکتیا ښاروالۍ په دننه کې ونیوه.
قضیه د عدلي او قضایي څار لاندې ده او د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته به یې پایله شریکه شي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي له اداري فساد سره قاطع او جدي مبارزې ته متعهده ده او د قانون د حاکمیت او د عدالت د تامین لپاره هڅه کوي.