هرات استیناف څارنوالۍ هره اوونۍ له ایران د رالېږدول شویو بندیانو ۱۰۰ قضيو ته رسېدنه کوي

Hussain_admin
Wed, Apr 21 2021 5:12 PM

د هرات استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ولایت د استیناف محکمې ریاست په همغږۍ په پام کې لري، چې هره اوونۍ له ایرانه د رااستول شویو محبوسینو ۱۰۰ قضيې په جدي توګه رسیدګي کړي.

د هرات استیناف څارنوالۍ سرپرست رئیس نصیر احمد بحیر د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس محمد شریف فاني سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۲۳ له ایرانه د رالېږدول شویو بندیانو د قضیو د څېړلو په موخه ناسته درلوده.

په دې ناسته کې د عدلي او قضايي بنسټونو پر لا همغږۍ ټینګار وشو.

د هرات استیناف څارنوالۍ ریاست له ایرانه د هرات محبس ته د افغان رالېږدول شویو بندیانو د ستونزو په اړه وویل: «په دې برخه کې د هرات استیناف څارنوالۍ ریاست او د دغه ولایت محبس لازم او قانوني اجراات ترسره کړي او هیله من یو، چې محکمه هم په اړه لازم او قانوني تصامیم ونیسي.»

د ښاغلي بحیر په وینا، دغه ریاست تر دې دمه د رالېږدول شویو ۴۰ بندیانو دوسيې ارزولې او د رسېدنې په موخه يې د هرات استیناف محکمې ته لېږلې دي.

له بلې خوا د هرات استیناف محکمې رئيس په دې ناسته کې وویل، د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت پر اساس، په دې برخه کې اته کسیزه کمېټه جوړه شوې او هڅه کېږي، چې د استرداد شویو بندیانو دوسیو ته په معین وخت او جدي توګه رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د هرات استیناف څارنوالۍ ریاست سرپرست، له ځینو څارنوالانو سره په ګډه څو ورځې مخکې د دغه ولایت د زندان لیدنه وکړه او د بندیانو وضعیت يې له نژدې وارزاوه، همداراز يې د زندانونو مسؤولانو ته هدایت ورکړ، چې بندیانو ته ښه خدمات وړاندې کړي او له دوی سره ښه سلوک وشي.