د ننګرهار د ښاروالۍ یو ساختماني انجنیر د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

Hussain_admin
Sat, Apr 24 2021 12:09 PM

د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقب عمومي ریاست د ننګرهار ښاروالۍ یو ساختماني انجینر د ۲۵ زرو افغانیو رشوت په تور ونیوه. تورن کس د ننګرهار یوه اوسېدونکي له خوا د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست ته د شکایت تر ورکولو وروسته د اپراتیفي عملیاتو پر اساس د کشفي او امنیتي ځواکونو په همکارۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي پر لومړۍ ونیوه.

د شکایت کوونکي د وینا پر اساس، دغه انجنیر له نوموړي څخه د ساختماني جواز د امضا په بدل کې ۲۵ زره افغانۍ غوښتې وې. د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د شکایت کوونکي د شکایت تر ارزونې او تحلیل وروسته او د لویې څارنوالۍ د مقام په هدایت تورن نیولی دی.

تورن دمګړۍ تر نظارت او قضیه تر عدلي او قضايي څار لاندې ده. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي په ټول توان سره د عدالت د تأمین او له اداري فساد سره مبارزه کوي.