د نیمروز دلارام ولسوالۍ اوسنی ښاروال، پخوانی ښاروال او د دغې ښاروالۍ د عوایدو مامور د باج اخیستلو په تور په مجازاتو محکوم شول

Hussain_admin
Mon, May 03 2021 10:05 AM

د نیمروز د دلارام ولسوالۍ پخوانی ښاروال شهنواز، اوسنی ښاروال سمیع الله او همایون د نیمروز د دلارام ولسوالۍ د ښاروالۍ د عوایدو مامور د دې قضيې تورن کسان دي چې د قانون پر خلاف يې د دې ولسوالۍ له موټر چلوونکو څخه د ښاري خدماتو محصول اخیست.

دا موضوع د ځینو موټر چلوونکو له خوا تر شکایت وروسته، په غیر قانوني توګه د دغې ولسوالۍ د مسیر د موټر چلوونکو څخه د محصول د اخیستلو په اساس د دغې ولسوالۍ ابتداییه څارنوالۍ سره شریکه شوه. دا قضیه د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره د نیمروز استیناف څارنوالۍ ته واستول شوه.

د دلارام ابتداییه څارنوالي د کشفي ارګانونو په هماهنګۍ، د اپراتیفي عملیاتو په پایله کې د دلارام ولسوالۍ د ښاروالۍ د عوایدو مامور له ۸۵ زره افغانیو سره ونیوه او نسبتي دوسیه يې د دلارام ابتداییه څارنوالۍ ته محول شوه.

د نیمروز استیناف څارنوالۍ د دغو کسانو دوسیه د اخاذي په تور تر تحقیق وروسته د دغه ولایت ښاري ابتداییه محکمې ته ولېږله.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، له تحقیقاتو ښکارېږي، چې اوسنی ښاروال سمیع الله د همایون د مستقیم آمر په توګه، له دې جریانه خبر و او په ګډه د قانون پر خلاف د دلارام ولسوالۍ د مسیر له موټر چلوونکو څخه ښاري خدماتو محصول اخیسته. همداراز پخوانی ښاروال شهنواز د همایون د غیرقانوني ګومارنې په برخه کې له وظیفوي واکه په ناوړه استفادې تورن شوی دی.

د دغې قضيې موظف څارنوال د تحقیق او اتهامنامو تر ترتیب وروسته دا قضیه د نیمروز ښاري ابتداییه محکمې ته ولېږله او تورنو ته یې د جزا کوډ د ۴۰۳، ۴۴۵، ۴۸۸، ۷۳، ۵۷ او ۵۹ مادو پر اساس د سزا غوښتنه وکړه.

د دغه ولایت ښاري ابتداییه محکمې قضايي پلاوي د دلارام ولسوالۍ د ښاروالۍ د عوایدو مامور همایون د اخاذي په اخیستلو په یو کال تنفیذي حبس، پخوانی ښاروال شنهواز د قانون د نه رعایتونې په تور په ۶۰ زرو افغانیو نقدي جریمې او اوسنی ښاروال سمیع الله د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله بري الذمه وباله.