پنجشېر استیناف څارنوالۍ په ۱۴۰۰ مالي کال کې ۵۶ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
Mon, May 03 2021 11:04 AM
panjshir

پنجشېر استیناف څارنوالۍ د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۵۶ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

په دغو قضیو کې ۳ قضیې د قتل، ۴ د اخلاقي جرایمو، ۷ د غلا، ۶ د نشه يي توکو، دوه د ترافیکي جرمونو، ۶ د مالي جرایمو، ۱ د تاوتریخوالي او ۲۷ هم د نورو جرایمو په تړاو دي.

له دې ډلې ۴۰ قضيې ابتداییه، ۲۲ اسیتناف محکمې پرېکړې په بر کې نیسي او د ۳۶ قضيو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۱۳ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې او ۵ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو د سرغړاوۍ ابتداییه څارنوالۍ له خوا د تورنو د زیات عمر په سبب اړوندو برخو ته لېږل شوې دي، ۶ مورده د رسیدګي د صلاحیت د نشتوالي په سبب اصلي مراجعو ته لېږل شوې دي او ۷ قضیې هم مرکز ته استول شوې دي.

دغه ریاست د یادو شویو قضیو د رسیدګۍ له درکه ۱۵۸ زره افغانۍ د نقدي جریمې په توګه د دولت خزانې ته لېږلې دي.