په لویه څارنوالي کې نوې ګومارنې

ago_admin
Sun, May 09 2021 12:37 PM
arghon

د لویې څارنوالۍ په پیشنهاد او د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر اساس د لويې څارنوالۍ پخوانی مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون په فوق بست کې د لویې څارنوالۍ د منابع او ادارې د عمومي رئیس، شمس الله احمدزی د لويې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئیس په توګه وګومارل شول.

همداراز د دغې ادارې په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کې له اداري فساد سره د مبارزې د پياوړتیا او اصلاحاتو په موخه، رزغونه سهاک د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عمومي ریاست د سترې محکمې د رئيسې، عاشور بیک د ابتداییه څارنوالۍ د رئیس، دوست محمد د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د اسیتناف څارنوالۍ د رئیس، احمد ادریس د جرایمو د تحقیق څارنوالۍ د رئیس، ضیاالحق د عدلي او قضايي مرکز د اجرايي رئيس، شیرمحمد د عسکري جرایمو د تحقیق څارنوالۍ د رئیس، نجیب الله د عسکري استیناف څارنوالۍ د رئيس او مبارک شاه د عسکري ابتداییه څارنوالۍ د رئيس په توګه تعیین او معرفي شول.

د دغو کسانو د معرفۍ په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې پر ۱۸ یوه غونډه د دغې ادارې د مرستیالانو په ګډون ترسره شوه.

د قضايي تعقیب په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه، نوي رئیسانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، لویه څارنوالي په دولت کې د مهم بنسټ په توګه، له ستونزو او ناامنیو سره سره په خپلواکه توګه او د انصاف اصل په نظر کې نیولو سره د عدالت تأمین او د قانون تطبیق ته ژمنتیا لري.

ghulam haidar alama

د ښاغلي علامه په باور، په اداره کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او نوې ګومارنې د لا زیاتو اصلاحاتو په موخه شوې دي. نوموړي له نویو ګومارل شویو رئیسانو وغوښتل، چې په صادقانه او خپلواکه توګه دې د قانون د احکامو په رڼا کې خپلې دندې پر مخ یوسي او د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې دې هڅې وکړي.

د لویې څارنوالۍ د منابع او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون د دولت او لویې څارنوالۍ د مجدد باور مننه وکړه او ویې ویل، چې خپل کاري لومړیتوبونه به له اړوندو مرستیالیو او ریاستونو سره په همغږۍ، جدي هڅو او له اداري فساد سره په مبارزې او روڼتیا پر مخ بیايي.

Arghoon

له بلې خوا، نوي ګومارل شويو رئیسانو، د لويې څارنوالۍ د رهبرۍ د باور مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې په خپلو اجرااتو کې به خپلواک او اجراات به يې صادقانه او د قانون په رڼا کې وي او د اداري فساد له شومې پدیدې سره به د مبارزې په برخه کې له هېڅ ډول هڅې مخ نه اړوي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS