د پروان یو اوسېدونکی د ۷۰۰ امریکايي ډالرو رشوت ورکولو په تور ونیول شو
د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ، د پروان د شیخ علي ولسوالۍ یو اوسېدونکی د ۷۰۰ امریکايي ډالرو رشوت ورکولو په تور ونیوه. تورن کس د موظف څارنوال د اطلاع پر اساس د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د کابل د لسمې امنیتي حوزې د منسوبانو په همکارۍ د ۱۴۰۰ د غويي پر ۱۵ ونیول شو.
د پروان استیناف څارنوالۍ ریاست څارنوال د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ته په اطلاعیه کې لیکلي، چې نیول شوي شخص د یوه زنداني د دوسيې د حفظ په بدل کې دوه زره او ۵۰۰ امریکايي ډالره ورته وړاندیز کړي دی.
د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اطلاع له تحلیل او ارزونې وروسته تورن د کابل د لسمې ناحيې اړوند د یادو شویو پیسو له جملې د ۷۰۰ امریکايي ډالرو رشوت ورکولو پر مهال، بالفعل نیولی دی.
دا قضیه د تحقیقاتو د بشپړولو او عدلي تعقیب په موخه اړوندې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري له اداري فساد سره مبارزه، د قانون حاکمیت او عدالت تأمین په برخه کې جدي اقدامات او عملي ګامونه اخیستي او تل يې ټینګار کړی، چې هېڅوک له قانونه لوړی نه دی او هېڅ مجرم نه بښل کېږي.