په نیمروز ولایت کې د ترافیکو یو پولیس د رشوت په تور محاکمه شو

Hussain_admin
Tue, May 18 2021 4:10 PM
ago

د نیمروز امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت معتمد عزیزالله د رشوت اخیستلو په تور د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۱۷ د دغه ولایت د عامه امنیت ابتداییه محکمې له خوا محاکمه شو.

د نیمروز استیناف څارنوالۍ، د ترافیکو مدیریت د دغه پولیس د رشوت اخیستلو د تور دوسیه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۱۷ د تحقیق تر بشپړولو وروسته د دغه ښار ابتداییه محکمې ته ولېږله.

د موظف څارنوال په وینا، د قضيې تورن د زرنج ښار د لومړۍ ناحیې په تیمورشاهي مارکېټ کې د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د عسکري برخې د څارنوال او امنیتي ځواکونو په حضور د ۵۶۰۰ افغانیو رشوت اخیستلو پر مهال چې دا پيسې يې د موټر چلونې د جواز د صدور له درکه له غوښتنوال اخیستې، نیول شوی دی.

د قضيې موظف څارنوال د صورت دعو تر ترتیب وروسته، د اسنادو او شواهدو پر اساس له قضايي پلاوي نوموړي ته د جزا کوډ د ۳۷۱ مادې لومړۍ فقرې او ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د نیمروز د عامه امنیت محکمې قضايي پلاوي د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت معتمد عزیزالله د رشوت اخیستلو په تور د جزا کوډ د ۳۷۱ مادې لومړۍ فقرې او ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې پر اساس پر شپږو میاشتو تنفیذي حبس او رشوت معادل ۵۶۰۰ افغانیو نقدي جزا محکوم کړ.