د لویې څارنوالۍ د مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

Hussain_admin
Sat, May 22 2021 3:48 PM
ago

په دې ازموینه کې د لویې څارنوالۍ له مرکز او ولایتونو څخه د ښځو او نارینه وو په ګډون ۱۷۱ کارکوونکو اشتراک کړی و، چې له دې ډلې ۹۰ کسان به د څارنوال په توګه وګومارل شي.

دا ازموینه د سرچینو او منابع د عمومي رئیس وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد نواب احمدزي، د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون مرستیال همایون شهیدزاده او د لويې څارنوالۍ د ځینو نورو رئیسانو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر لومړۍ واخیستل شوه.

د لویې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې عمومي رئیس وحیدالدین ارغون د دې ازموینې په پرانیسته کې وویل، چې لویه څارنوالي د عدالت د تأمین او د حاکمیت په پراختیا کې مهم او اساسي رول لري. ښاغلي ارغون د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو پر ظرفیت لوړاوي ټینګار وکړ او زیاته يې کړه: «هېوادوالو ته غوره عدلي خدمتونه د کارکوونکو په مسلکي ظرفیت پورې اړه لري او لويې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د دغې ادارې کارکوونکو ته ګڼ لنډمهالي او اوږدمهالي روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.»

ښاغلي ارغون د دغې ازموینې د روڼتیا په تړاو ډاډ ورکړ او ويې ویل، دا پروسه د بېلو کاري کمېټو په ایجاد، د څارنوالانو د ګومارنې له کړنلارې سره سم ترسره شوې ده. د نوموړي په وینا، د ازموینې د پایلې تر اعلان وروسته، د پایلو په تړاو شکایت کوونکي خپل شکایت د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست ته کتاباً لېږلی شي او موظفه کمېټه به دغو شکایتونو ته رسیدګي وکړي.

په ورته وخت کې، د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد نواب احمدزي وویل، چې دا ازموینه د لويې څارنوالۍ هغو کارکوونکو ته چې له کلونو راهیسې يې په اداري برخو کې کار کاوه، ترسره شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې ازموینه کې د ۲۲ مېرمنو په ګډون ۱۷۱ کسانو له مرکز او ولایتونو څخه ګډون کړی دی.

ښاغلي احمدزي همداراز وویل: «موږ هڅه کوو، چې وړ کسان له دې لارې بریالي ووځي او ډاډ ورکوو، چې دا ازموینه په رڼه، مسلکي او عادلانه توګه ترسره کېږي. د ځوابویونکې او خدمتپالې ادارې په موخه به د سمونونو لړۍ روانه وي.»

بلخوا د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون مرستیال همایون شهیدزاده وویل، چې د لویې څارنوالۍ د نوې رهبرۍ په راتګ سره د دې ادارې په بېلابېلو برخو کې جدي سمونونه راوستل شوي دي. نوموړي په رڼه توګه د دې ازموینې د ترسراوي له کبله مننه وکړه او ويې ویل، د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون په لویه څارنوالي کې د سمونونو، هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او د مسلکي کادرونو د ګومارنې ملاتړ کوي.

دغې اموینې ته د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغان او کومو کارکوونکو چې درې کاله په دې اداره کې کار کړی و، انتخاب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په لویه څارنوالي کې د سمونونو د راوستلو په موخه وړمه ورځ د دغې ادارې په مرکز او استیناف څارنوالیو کې ۴۳ رئيسان وګومارل شول.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS