د ا.ا.ج دولت لویې څارنوالۍ سرپرست د حقوقو د پراختیا د نړیوالې مؤسسې (IDLO) له عمومي رئيس سره ولیدل

ago_admin
Wed, Jun 02 2021 4:40 PM
IDLO

د هېواد د لویې څارنوالۍ سرپرست ښاغلي ذبیح الله کلیم د حقوقو د پراختیا نړیوالې مؤسسې (IDLO) له عمومي رئیس سره د افغانستان د عدلي – قضايي سکتور د پياوړتیا په موخه عدلي – حقوقي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي، د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو ظرفیت لوړاوي، د ښځو پر ضد د مبارزې او عصري ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې په تړاو ولیدل.

دا لیدنه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۱ د لوی څارنوال په کاري دفتر کې وشوه. د هېواد د لويې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم له لویې څارنوالۍ سره د IDLO مؤسسې همکارۍ وستایلې او د دواړو ادارو ترمنځ يې پر لا همکارۍ ټینګار وکړ. ښاغلي کلیم زیاته کړه: «د نورو اصلاحي ګامونو تر څنګ د ظرفیت لوړاوي کمېټه یوه بنسټي او مهمه کمېټه ده چې د څارنوالانو د ظرفیت لوړاوي په موخه جوړه شوې او مسؤولیت يې د لويې څارنوالۍ د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت کچې د راپور ترتیبول دي. موږ ټینګار کوو، چې د لويې څارنوالۍ په همغږۍ څارنوالانو ته د ظرفیت لوړاوي پرګروامونه ترسره او تر ډېره د تیورۍ پر ځای په عملي توګه مسایل تدریس شي.»

د لویې څارنوالۍ سرپرست د ظرفیت لوړاوي هغه پروګرامونه چې ګټوره پایله ولري، مهم وبلل او زیاته یې کړه: «د ظرفیت لوړونې پروګرامونه باید له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم په مساوي توګه په ټولو ولایتونو کې پلي او د دغې ادارې ټول کارکوونکي ترې برخمن شي.»

په ورته وخت کې د IDLO مؤسسې عمومي رئيس پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې دا مؤسسه به د لويې څارنوالۍ د رهبرۍ له لیدلوري سره سم او د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست په همغږۍ کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پيلوي او د افغانستان د عدلي – قضايي سیسټم د پياوړتیا لپاره به په انلاین توګه د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS