غلام حضرت پایندی د فراه استیناف څارنوالۍ د رئيس په توګه وګومارل شو

Hussain_admin
Sun, Jun 06 2021 3:19 PM
ago

ښاغلی پایندی د جمهوري ریاست د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې د ۲۷ نېټې د ۶۱۷ ګڼې حکم پر اساس پر یاده شوې دندې ګومارل شوی دی. د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د فراه محلي مقاماتو، عدلي، قضايي او امنیتي بنسټونو مسؤولانو، ولایتي شورا غړو او متنفذانو ګډون کړی و. د نوموړي د معرفۍ غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۳ وشوه.

ښاغلي پایندي په دې غونډه کې د لویې څارنوالۍ د رهبري او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس د باور مننه وکړه او ويې ویل، چې د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې به له هېڅ ډول هڅې او هانده مخ نه اړوي. نوموړي زیاته کړه، د کشفي او امنیتي بنسټونو د مسؤولانو په همکارۍ به د ظالم لاس لنډوي او د مظلوم تر څنګ به درېږي.

په ورته وخت کې د فراه سرپرست والي له نورو دولتي ادارو سره د څارنوالۍ همغږي ښه وبلله او زیاته يې کړه، د قانون د یوشان پلي کولو او د عدالت د تأمین او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به له څارنوالۍ سره همکار وي.

بلخوا په دې غونډه کې د دغه ولایت د ادارو مسؤولانو د فراه استیناف څارنوالۍ د کړنو ستاینه او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.