محمد غوث امیري د کندوز استیناف څارنوالۍ د نوي رئیس په توګه معرفي شو

Hussain_admin
Sun, Jun 06 2021 4:07 PM
ago

ښاغلی امیري د لویې څارنوالۍ د وړاندیز او د جمهوري ریاست د ۶۱۷ ګڼې حکم پر اساس د کندوز استیناف څارنوالۍ د نوي رئيس په توګه ګومال شوی دی. د نوموړي د معرفۍ غونډه کې د کندوز محلي مقاماتو، د عدلي، قضايي او امنیتي بنسټونو مسؤولانو، ولایتي شورا غړو او متنفذانو ګډون کړی و. د نوموړي د معرفۍ غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۰ ترسره شوه.

د کندوز استیناف څارنوالۍ نوي رئيس د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ او د جمهور رئيس د باور مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د منصفانه عدلي، بې پرې او رڼو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به پوره هڅه کوي. نوموړي زیاته کړه، د ټولنیز عدالت، له ښځو سره د تاوتریخوالي، مجرمانو ته سزا ورکولو او د قانون یوشان پلي کولو په برخه کې به کوښښ کوي. د ښاغلي امیري په وینا، هېڅ بې ګناه کس به بندي او هېڅ مجرم به بې سزا پاتې نه شي.

بلخوا د کندوز والي په دې غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت خلک د خدمت تږي او د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، د سولې او ثبات د تحکیم او له فساد سره د مبارزې غوښتنوال دي. نوموړي له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل، چې له فساد سره جدي مبارزه وکړي او هغه کسان چې د عامه نظم د ګډوډېدو سبب کېږي، ورسره جدي قانوني چلن وشي.

بل پلو د کندوز ځینو محلي مسؤولانو هم په دغه ولایت کې له نورو ادارو سره د عدلي او قضايي بنسټونو د ښې همغږۍ ستاینه وکړه او د دغو بنسټونو ترمنځ يې پر لا همغږۍ ټینګار وکړ.