د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ نوی رئيس معرفي شو

Hussain_admin
Mon, Jun 07 2021 2:56 PM
ago

فردوس فرامرز احرار د لویې څارنوالۍ په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د ۶۱۷ ګڼې حکم پر اساس د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ د نوي رئيس په توګه وګومارل شو.

د نوموړي د معرفۍ غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۶ وشوه او د میدان وردګ محلي مقاماتو او د عدلي، قضايي، کشفي او امنیتي بنسټونو مسؤولانو پکې ګډون کړی و.

د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ نوي رئيس د لويې څارنوالۍ د رهبرۍ او د هېواد جمهوري ریاست د باور مننه وکړه او ويې ویل، چې په پوره توان به د بې پرې، رڼو او منصفانه خدماتو د وړاندې کولو لپاره کار کوي.

په ورته وخت کې د میدان وردګ مالي او اداري مرسیتال په دې غونډه کې وویل، د دغه ولایت خلک د قانون تطبیق، د عدالت تأمین او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنوال دي او د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ له نوي رئیس څخه يې په دغو برخو کې د کوښښ او هاند غوښتنه وکړه.