د فاریاب استیناف څارنوالۍ د روان مالي کال په دویمه ربع کې ۱۱۸ قضیو ته رسېدنه کړې
د فاریاب استیناف څارنوالۍ دا قضيې تر تحقیق او د تورنو پر وړاندې د دعوا اقامې وروسته محکمو ته لېږلې دي.
له دې ډلې ۱۱ قضیې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوې او ۱۶ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پاتې نورې استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.
په دغو قضیو کې، څلور د قتل، ۱۵ قضيې د غلا، درې – درې قضيې د اخلاقي او ترافیکي جرمونو، ۲۲ د نشه يي توکو، ۹ د مالي او اداري جرایمو، ۱۷ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۴۵ هم د نورو جرایمو په تړاو دي.
یادو شویو قضیو ته د رسېدنې له درکه ۳۰ زره او ۹۰۸ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده. همداراز ۴۵ کیلوګرامه هیرویین، څلور کیلوګرامه چرس، یو کیلوګرام تریاک، ۶۶ لیتره تخمیر شوي ممیز او ۱۳۸ ګرامه مت امفتامین هم ضبط شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې ۹۰ قضيې د فاریاب استیناف څارنوالۍ ریاست تر کار او د تحقیق، تعقیب او محکمو ته د احالې په حال کې دي.