د کابل سویل زون استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۳۷۸ قضيې بررسي کړې دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ټولې قضيې په بې برې او د اسنادو پر اساس څېړي.
په دې اساس د کابل د سویل زون استیناف څارنوالۍ ریاست د لویې څارنوالۍ د کلي موخو د ترلاسي لپاره چې د قانون یوشان تطبیق، د عدالت تأمین او د هېوادوالو د حقونو ساتنه ده، ۳۷۸ قضیې د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ثبت او رسیدګي ورته کړې ده.
په دغو قضیو کې ۱۰ قضيې د قتل، ۱۱ د مجروحیت، څلور د مرګ د تهدید، ۷۸ د غلا، یو مورد د اخلاقي جرمونو، ۲۲ د نشه يي توکو، ۱۴ د ترافیکي جرمونو، ۲۰ د اداري فساد موارد او ۱۱ هم د نورو متفرقه جرایمو قضيې دي.
له دې ډلې د ۱۱۵ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۱۴۱ قضيې ابتداییه او ۱۶۵ قضيې استیناف محکمو ته لېږل شوي دي، یو مورد هم د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۱۵۰ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.
دغو قضیو ته د رسیدګي په نتیجه کې ۱۲ میله وسله، ۲۵ مرمۍ، او ۱۵ شاجوره کشف او ضبط شوي دي.
دغو قضیو ته د رسیدګي له درکه ۱۵۰ ګرامه هیرویین، ۵۰۰ ګرامه تریاک، څلور کیلوګرامه چرس او ۱۰۰ ګرامه مت امفتامین کشف او ضبط شوي دي او ۳۵۹ زره افغانۍ هم د نقدي جریمې په توګه راټولې او د دولت خزانې ته لېږل شوې دي.
دغه ریاست د روان مالي کال په دویمه ربع کې خپل ۹ کارکوونکي هم د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو ټولګیو ته معرفي کړي دي.