د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ د مالي کال په دویمه ربع کې ۳۱ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
Thu, Jun 24 2021 12:52 PM

د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۳۱ قضيو ته رسیدګي کړې چې له دې ډلې درې قضيې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې او پنځه قضیې استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.

همداراز د شپږو قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، څلور قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې او ۱۲ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

په دغو قضیو کې درې قضيې د قتل، اووه قضيې د غلا، اووه قضيې د قاچاق، دوه مورده د ترافیکي جرمونو، څلور مورده له ښځو سره د تاوتریخوالي، یو مورد د مالي او اداري جرم او اووه قضيې د نورو متفرقه جرایمو په تړاو دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۱۵۷ زره او ۶۰۰ افغانۍ نقدي جریمه راټوله او د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده.

همداراز دوه تمانچې، څلور شاجوره او ۱۲۰ کیلوګرامه چرس هم مصادره شوي دي.