په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت پلاوي دفتر له لویې څارنوالۍ سره د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې په برخه کې همکاري کوي

Hussain_admin
Mon, Jun 28 2021 8:03 AM
ago

په افغانستان کې د ملګرو متلونو پلاوي دفتر د قانون د حاکمیت برخې، د قانون د واکمنۍ او هېواداوالو ته د عدالت د لاسرسي په موخه، د لویې څارنوالۍ د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې ریاست سره په دې برخه کې دوامداره تخنیکي همکاري کوي.

د نړیوالو جرمونو کارپوه کرستوفر هېل له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې ریاست له مسلکي کاروونکو سره تر ۲۰ روځني ګډ کار وروسته د لویې څارنوالۍ له سرپرست محترم ذبیح الله کلیم سره خپل کارونه شریک کړل. نوموړي په دې ناسته کې د عدلي قضیو د تعقیب او تحقیق د ننګونو، خپلواکۍ او قضیو ته د رسیدګۍ په برخه کې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې ریاست سره به په دوامداره توګه همکاري کوي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست د نړیوالو بنسټونو او د نړیوالو جرمونو د کارپوهانو همکاري ګټوره وبلله او په دې برخه کې يې د یوناما د همکارۍ هرکلی وکړ او نوموړي ته يې د جلالتماب جمهور رئيس او د لویې څارنوالۍ د ملاتړ ډاډ ورکړ.

تر دې مخکې د لویې څارنوالۍ له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې رئيس او لوی څارنوال د نړیوالو چارو سلاکار هم د یوناما د قانون د حاکمیت برخې له رئیسې مونیکا مارتېز فرنندیز سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د جوزا پر څلورمه لیدلي و. په دې ناسته کې کرستوفر هېل د یوناما دفتر له خوا له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې ریاست ته د همکار په توګه معرفي شوی و.

ښاغلي کرستوفر د یاد ریاست له مسلکي کارکوونکو سره د ۲۰ ورځو په موده کې خپل تجارت شریک کړل. نوموړي په دې موده کې د نړیوالو جرمونو د حقوقو مفهوم، منابع، نړیوالو جرمونو تفکیک، د نسل وژنې د جرایمو اختصاصي عناصر او د جنګي جرایمو اختصاصي عناصر په حضوري او غیرحضوري توګه بحث وکړ. له دې ورهاخوا، ښاغلي کرستوفر خپل علمي تجارب او د اسنادو او مدارکو د راټولولو په تړاو هم له کارکوونکو سره خپلې تجربې شریکې کړې.

په دغو ورځو کې ښاغلي کرستوفر په نړیوالو جرمونو کې د جزايي مسؤولیت، د اتصالي مدارکو مفهوم، د راټولولو لارې چارې، د کاري پلان طرح، له قربانیانو او شهودو سره د مصاحبې ترسراوی، د مصاحبو اهمیت او ډولونو په تړاو بحث وکړ.

نوموړي د نړیوالو جرمونو د تحقیق موخو، د راپورونو د اولیه ارزونو، بررسي، د مدارکو مقدماتي تجزیه او تحلیل او د وسله والې شخړې په اړه د تاریخي حقایقو په تړاو هم بحث وکړ. ښاغلي کرستوفر همداراز د نړیوالو جرمونو د اثبات لپاره لازمو عناصرو، له موجودو منابعو استفاده، د تحقیق لپاره پلان جوړول، د تحقیق د ستراتیژۍ په اړه پرېکړه کول، د تحقیق مراحل، د تحقیق نتیجه ګیري او له نړیوالو ستندردونو سره یې د مطابقت په تړاو هم بحث وکړ.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS