د بلخ استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۴۴۲ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
Wed, Jun 30 2021 12:36 PM

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ټولې قضيې په بې پرې او خپلواکه توګه او د اسنادو او شواهدو پر اساس څېړي.

په دې اساس د بلخ استیناف څارنوالۍ ریاست د لویې څارنوالۍ د موخو د ترلاسي لپاره چې د قانون یوشان تطبیق، د عدالت تأمین او د هېوادوالو د حقونو ساتنه ده، د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۴۴۲ قضيې ثبت او رسیدګي کړي دي.

په دغو قضیو کې ۱۸ قضيې د قتل، پنځه د قتل د اقدام، ۸۷ د غلا، ۵۰ د اخلاقي جرمونو، ۱۶ د اداري فساد، ۵۹ د نشه يي توکو، ۴۲ د ترافیکي جرمونو، ۱۲۷ د متفرقه جرمونو او ۴۸ هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د جرایمو په تړاو دي. همداراز له ښځو سره د تاوتریخوالي په قضیو کې یو مورد د قتل، یو مورد د قتل اقدام، پنځه مورده د مجروحیت، یو مورد د چپاول، ۱۸ مورده د وهنې ټکونې، څلور مورده د غلا، یو مورد ازار او اذیت، دوه مورده پر ناموس او عفت تېری، یو مورد فحشا ته مجبورول، درې مورده سپکاوی او تحقیر، یو مورد کاذبه اطلاع، دوه مورده د نشه يي توکوه قاچاق، دوه مورده جنسي تېری او درې مورده هم د ترافیکي پېښو قضيې دي.

له دې ډلې ۱۷۵ قضيې د اتهامنامې او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته محکمو ته لېږل شوې، ۲۵۲ مورده هم د تمیز غوښتنې د فورم تر ترتیب وروسته د لویې څارنوالۍ دفتر مقام دفتر ته استول شوې، د ۵۷ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او ۱۵۴ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۲۱۳ زره او ۴۰۰ افغانۍ نقدي جزا د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي.