د نیمروز ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئيس له خوا د دغه ولایت د بندیانو ستونزې بررسي شوې

Hussain_admin
Wed, Jun 30 2021 2:03 PM
AGO

دا لیدنه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست په هدایت، د زندانونو د چارو تنظیم ادارې په همغږۍ په نیمروز ولایت کې د بندیانو د ستونزو هواري به موخه شوې ده.

د نیمروز استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیال محمد سالم صدیق، د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو پر ضد د مبارزې او عسکري څارنوالیو له رئيسانو سره په ګډه، د نیمروز د زندان د مدیریت په همغږۍ، دوشنبه، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د دغه ولایت له بندیانو سره وکتل.

د ښاغلي صدیق له خوا د بندیانو د نسبتي دوسیو تر ارزولو وروسته مشخصه شوه، چې د دغه ولایت په زندان کې ۳۸۷ تنه بندیان دي، چې د ټولو بندیانو دوسيې طی مراحل شوې دي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه شوې ده او په دوسیو کې يې هېڅ ډول ستونزه نه لیدل کېږي.

د نیمروز استیناف څارنوالۍ رئيس له بندیانو سره د خبرو اترو پر مهال د بندیانو د ستونزو د هواري په موخه د ګډې کمېټې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د بندیانو ستونزې به ډېر ژر حل شي.