په دایکندي ولایت کې د بندیانو د دوسیو بررسي

Hussain_admin
Thu, Jul 01 2021 8:47 AM
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست د هدایت پر اساس، په دایکندي کې د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د رئيسانو یوه پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د سرطان پر شپږمه، په دغه ولایت کې له بندیانو سره مخامخ ولیدل.

د پلاوي د موندنو پر اساس، په دغه ولایت کې د ۱۷۱ بندیانو د محکمو قطعي حکم نهايي شوی او د ۱۱۸ نورو بندیانو دوسیې تر محاکماتي دوران لاندې دي.

بلخوا په دغه ولایت کې د ۱۰ ښځینه بندیانو د محکمو حکم نهايي شوی او پنځه نورې ښځینه بندیانې چې تر توقیف لاندې دي، دوسيې یې تر محاکماتي دوران لاندې دي. همداراز اووه محجوز هم د ماشومانو د روزنې په مرکز کې شتون لري، چې د یوه دوسیه يې نهايي شوې او د شپږو نورو دوسیې تر محاکماتي پړاو لاندې دي.