د غزني د بندیانو دوسيې بررسي شوې

Hussain_admin
Thu, Jul 01 2021 10:55 AM
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست د هدایت پر اساس، په غزني ولایت کې د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو رئيسانو ګډ پلاوي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اتمه، د بندیانو لیدنه وکړه او د هغوی دوسيې یې بررسي کړې.

د پلاوي د موندنو او د مسؤولانو د معلوماتو پر اساس او له بندیانو سره تر خبرو وروسته څرګنده شوه، چې په دغه ولایت کې د بندیانو دوسيې په قانوني میعاد کې رسیدګي شوې دي او د ټولو بندیانو دوسيې تعیین مسیر شوې دي.

یوازینی مورد چې د پلاوي په بررسي کې مشخص شوی دی، اړوندو مراجعو ته د اوو بندیانو انتقال دی، چې د بندیانو د مسؤولانو په وینا، د امنیتي موضوعاتو له کبله دا لېږد ځنډېدلی او د شرایطو په مساعد کېدو سره به د ځمکې یا هوا له لارې انتقال شي.