لس ایراني بندیان خپل هېواد ته ولېږل شول

دا بندیان د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د استرداد د هوکړې پر اساس، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر لسمه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې خپل هېواد ایران ته استرداد شول.
دا بندیان د افغانستان د قوانینو پر اساس په مختلفو جرایمو په څرخي پله او بګرام زندانونو کې بندیان شوي وو، چې د لویې څارنوالۍ تر اجرااتو او د هېواد د عدليې وزارت تر موافقې وروسته په کابل کې د ایران اسلامي جمهوري دولت سفارت استازو ته تسلیم شول.
یاد شوي بندیان د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ د رئیس محمد هاشم ستانکزي، د عدليې او بهرنیو چارو وزارتونو، د زندانونو د چارو تنظیم ادارې، ملي امنیت ریاست، د بګرام د پولیسو د نظامي فرقې، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندانۍ او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوري دولت د سفارت د استازو په حضور ایران ته استرداد شول.
د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ رئیس محمد هاشم ستانکزي وویل، دا بندیان د ایران او افغانستان ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر اساس خپل هېواد ته لېږل کېږي.
ښاغلي ستانکزي د هغو افغانانو په تړاو چې په ایران کې بندیان دي وویل، چې افغانستان ته د هغوی د انتقال پروسه هم باید د لاسلیک شوې هوکړې پر اساس چټکه شي.
په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفارت سرکونسل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او اړوندو مراجعو چې د دغو بندیانو په استرداد کې يې هلې ځلې کړې، مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې د بندیانو د انتقال پروسې د چټکتیا په برخه کې به کوښښ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په ایران کې افغان بندیان تر قانوني طی مراحل وروسته افغانستان دولت ته تسلیم او هېواد ته انتقال شول.