د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د خواخوږۍ پیغام

Hussain_admin

د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د خواخوږۍ پیغام

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په خواشینۍ خبر شو، چې د خوست استیناف څارنوالۍ د عامه امنیت ابتداییه څارنوالۍ آمر محمد فاروق خان مندوزی د یوه تروریستي برید په پایله کې د دغه ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په دوه سرکه سیمه کې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر نهمه شهید شو.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ مشرتابه پلاوی دا غمجنه پېښه د نوموړي کورنۍ، خپلوانو او د هېواد متدین او شریف ولس ته تسلیت وايي او شهید ته جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د خدای پاک له درباره جمیل صبر غواړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ټینګار کوي، چې داسې ناوړه اعمال به د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې پر ارادې کوچنی خلل هم وارد نه کړي.

د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هرو شرایطو کې په غښتلې ارادې ټولو افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبري د داسې اسلام ضد او انسانیت ضد پېښو د غندنې تر څنګ، د دغې پېښې د جدي څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی او د یادې شوې پېښې عاملان به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.

درناوی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري

د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ ۱۰، کابل – افغانستان