د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئيس د بندیانو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د دغه ولایت د زندان لیدنه وکړه
د لویې څارنوالۍ د هدایت پر اساس، د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئیس علیم جان علیم د دغه ولایت د زندانونو د تنظیم مدیریت په همغږۍ د محبوسینو د ستونزو د هواري په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د پنجشېر د زندان لیدنه وکړه.
ښاغلي علیم په دې لیدنه کې د بندیانو اسناد، سوابق او نسبتي دوسیې بررسي کړې، چې په پایله کې مشخصه شوه، چې د دغه ولایت په زندان کې ۱۴۸ کسان بندیان دي او نسبتي دوسيې يې نهايي شوې دي.
د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئيس له بندیانو سره تر مخامخ خبرو وروسته وویل، د هغو بندیانو دوسيې که تر محکماتي پړاو لاندې وي، د زندانونو د چارو تنظیم مدیریت په همغږۍ به پر وخت رسېدنه وشي.