لویې څارنوالۍ کې ۵۲ زده کړندویانو مسلکي او اداري روزنه ترلاسه کړه
د لویې څارنوالۍ تشکیلاتي جوړښت، د جنډر مفاهیم او اساساتو او د ماشومانو او ښځو د ځورونې د مخنیوي په نامه، په دوه ورځني روزنیز پروګرام کې د ۳۶ مېرمنو په ګډون ۵۲ کسانو ګډون کړی و. دا روزنیز پروګرام د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۴ پای ته ورسېد.
د دغې برنامې موخه په اجرااتو کې د قانون د تطبیق او عدالت د تأمین په موخه د زده کړندویانو د حقوقي او اداري پوهې زیاتوالی ښوول شوی دی.
دا زده کړندویان تر یوې ازموینې وروسته د ۵۰۰ کسانو له ډلې په مرکز کې د یوه کال لپاره د زده کړندويۍ پروګرام ته معرفي شوي دي.
