د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

Hussain_admin
Sat, Jul 10 2021 10:07 AM
ago

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه د سرپرست لوی څارنوال محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۷ وشوه.

په پيل کې سرپرست لوی څارنوال محترم ذبیح الله کلیم د دښمنانو پر ضد د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې وستایلې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په لوګر او خوست ولایتونو کې د دوو څارنوالانو د شهادت لپاره يې دعا وکړه.

د غونډې په لومړۍ برخه کې د جمهوري ریاست د ۱۳۹۹/۹/۱۸ نېټې د ۳۳۸۶ ګڼې هدایت د لومړي مورد د تعمیل او د افسوتر شرکت او اریانا ټیلیکام خصوصي شرکت ترمنځ د قرارداد قضیې د رسیدګۍ د څرنګوالي راپور د تفتیش څارنوالۍ د رئيس له خوا غونډې ته وړاندې شو.

د غونډې ګډونوالو د راپور په تړاو تر بحث وروسته د کورني تفتیش ریاست راپور تایید کړ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د پنځو څارنوالانو دنده یې دغې قضیې ته د رسیدګۍ پر مهال د وظیفوي جرم د ارتکاب له کبله تعلیق کړه او د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رئيس ته يې دنده وسپارله چې د دوو څارنوالانو په ملتیا دې له یادو شویو څارنوالانو څخه تحقیق وکړي او خپلې موندنې دې د عالي شورا راروانې غونډې ته وړاندې کړي.

د غونډې په دویمه برخه کې په لویه څارنوالي کې د ښځو د خوندي کاري چاپيریال پالیسي د دغې ادارې د ښځو د ملاتړ رئيسې له خوا وړاندې شوه.

د عالي شورا ګډونوالو تر هراړخیز بحث وروسته د ښځو د ملاتړ ریاست او د موظفې کمېټې چې د دغې پالیسۍ په طرح کې يې هڅه کړې وه، مننه وکړه او د ښځو د ملاتړ ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو، پلان، پالیسۍ او نظارت او د مسلکي زده کړو انستیتوت ریاستونو ته يې دنده وسپارله چې د دې طرحې بیاکتنه وکړي.

د غونډې په دویمه برخه کې د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز عمومي رئيس له خوا د جزايي دوسيې د ترتیب لارښود مسوده غونډې ته وړاندې شوه.

د عالي شورا غونډې ګډونوالو د دغه لارښود د تدوین د موظفې کمېټې څخه په مننې سره د دې لارښود په تړاو هراړخیز بحث وکړ او خپل نظریات يې د لا ښه والي لپاره ارایه کړل. دغې شورا یاد شوی لارښود په پرنسیب کې تایید کړ او موظفې کمېټې ته يې دنده وسپارله چې د عالي شورا نظریات په دغه لارښود کې ورزیات او په پښتو او دري ملي ژبو دې ترجمه او تکثیر شي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS