کندهار استیناف څارنوالۍ د روان مالي کال په دویمه ربع کې ۴۱۸ قضیو ته رسېدنه کړې
د کندهار استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۴۱۸ قضيې ثبت او رسېدنه ورته کړې. په دغو قضیو کې ۹۰ قضيې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوې، ۹۳ قضيې هم استیناف محکمې ته او ۳۹ هم نهايي شوې دي.
همداراز پر څلورو قضیو د عدم لزوم دعوا اقامي قرار صادر شوی، ۲۲ قضيې اړوندو برخو ته لېږل شوې او پر دوو قضیو هم د صلاحیت د نه درلودلو قرار صادر شوی دی. همداراز څلور دوسیې کشفي ارګانونو ته لېږل شوې دي.
په دغو قضیو کې ۲۵ قضيې د قتل، ۱۱۶ د غلا، ۲۴ د اخلاقي جرمونو، ۵۰ د نشه يي توکو، ۷۲ د ترافیکي جرمونو، ۵۵ د اداري فساد جرمونو او ۶۴ عاموي امنیتي جرایمو قضيې دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۱۹۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده. همداراز یو کیلو او ۵۸۳ ګرامه هیرویین او یو کیلوګرام چرس هم ضبط شوي دي.