د کونړ استیناف څارنوالۍ ۷۳ قضیو ته رسېدنه کړې
د ۱۴۰۰ مالي کال په دویم ربع کې د کونړ استیناف څارنوالۍ ریاست ۷۳ قضیو ته رسېدنه کړې.
په دغو قضیو کې ۳۳ قضيې ابتداییه محکمې او دوه هم استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.
همداراز ۲۳ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، څلور قضيې اړوندو مراجعو او ۴۸ قضیې هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه، یو میلیون او ۲۷۸ افغانۍ د نقدي جریمې په توګه د دولت بانکي اکاونټ ته لېږل شوې دي.
همداراز اووه تفنچګې، پنځه کلاشینکوفونه او ۹۷٫۴۴۴ فوټ چهارتراشه لرګي هم مصادره شوي دي.
د کونړ استیناف څارنوالۍ د عدالت د تأمین او د خلکو او د دغې ادارې ترمنځ د باور فضا د غښتلتیا په موخه، د قوانینو په رڼا کې د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزو ته په معین وخت کې رسېدنه کوي.