د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

Hussain_admin
Thu, Aug 05 2021 2:57 PM
ago

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست ذبیح الله کلیم په مشرۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۴ وشوه.

په پيل کې د لويې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا ستاینه وکړه او ويې ویل: «موږ له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ولاړ یو او د الله اکبر په نعرې د هغوی ملاتړ کوو.» نوموړي د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې خپل یووالی وساتي او د نظام د ساتنې لپاره هر ډول هڅه او هاند وکړي.

ښاغلي کلیم د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې دښمن خپله کمزوري درک کړې او د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ او د نظام ساتنه او د دښمن پر ضد يې د جنګ اعلان کړی دی. د نوموړي په وینا، سوله د هر افغان هیله ده او د خدای پاک له دربار څخه په هېواد کې رښتینې سوله غواړي.

د غونډې په لومړۍ برخه کې، د موظفو کمېټو له خوا د څارنوالانو په چارو کې د لاسوهنې د مخنیوي لارښود، د رئیسانو، آمرانو او د تحقیق په چارو کې د نظارت څارنوالۍ ریاستونو د څار لارښود، د لویې څارنوالۍ د کورني تفتیش ریاست په کړنلارې او اجرااتو کې د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لارښود او د مسلکي زده کړو ریاست کړنلاره غونډې ته وړاندې شوه.

عالي شورا یاد شوي لارښودونه او کړنلاره په پرنسیپ کې تایید کړه او موظفو کمېټو ته يې دنده وسپارله چې تر بیاکتنې وروسته يې اړوندو مراجعو ته تکثیر کړي.

د غونډې په دویمه برخه کې د ارزګان ولایت د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس او دغې څارنوالۍ پخواني رئیس د وظیفوي واک څخه د سرغړاوي راپور، د کورني تفتیش څاروالۍ د رئيس له خوا غونډې ته وړاندې شو.

د عالي شورا غړو د راپور تر اورېدو او په اړه يې تر بحث وروسته، تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ عمومي ریاست ته دنده وسپارله چې د موضوع په هکله تدقیق وکړي او د عالي شورا له راروانې غونډې سره یې شریک کړي.

د غونډې په درېيمه برخه کې د کورني تفتیش څارنوالۍ د رئيس له خوا د زابل ولایت مهاجرینو ته د نقدي مرستې او د ځمکې د وېش په برخه کې د حیف و میل راپور وړاندې شو.

د عالي شورا غړو دا راپور تایید کړ او د قضيې د څارنوالانو دندې يې وځنډولې، همداراز له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې د لويې څارنوالۍ مرستیال ته یې دنده وسپارله، چې له څارنوالانو خپل تحقیقات بشپړ او خپل راپور راروانې غونډې ته وړاندې کړي.

د غونډې په څلورمه برخه کې د تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا د حیثیت د اعادې کمېټې وړاندیز وړاندې شو.

د لويې څارنوالۍ عالي شورا د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست ته دنده وسپارله چې د موضوع په تړاو کړنلاره جوړه کړي. همداراز یې د دارالانشاء ریاست ته دنده وسپارله چې د حیثیت د اعادې د قانوني وضاحت لپاره دې یو رسمي مکتوب کورنیو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، پاسپورټ ریاست او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته ولېږي.

د غونډې په پای کې د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ د رئيس له خوا د ۲۸ هغو بندیانو د تثبیت معلومات وړاندې شول چې په صعب العلاجه ناروغۍ اخته شوي دي.

د لويې څارنوالي عالي شورا، د دغو بندیانو ارقام تایید کړل او ویې ویل، چې په دې هکله دې د زندانونو د چارو تنظیم اداره تصمیم ونیسي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS