د ارشاد حج او اقافو، امر بالمعروف او اطلاعات کلتور سکټور کمېټې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د اطلاعاتو کلتور وزراتونو له چارواکو سره لیدلي

Hussain_admin
Thu, Apr 13 2023 11:20 AM
وزارت امربالمعروف ااو اظلاعات فرهنگ

د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی ریاست د ارشاد حج او اوقافو، امر بالمعروف او اطلاعاتو او کلتور کمېټې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو د تعقيب په موخه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو له چارواکو سره تعارفي ناسته وکړه.

د دې کمېټې مشر مفتي شیرولي حقاني و او چهارشنبه د ۱۴۴۴هـ.ق کال د رمضان‌المبارک پر ۲۱ یې د یادو وزارتونو له چارواکو سره د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب په موخه په جلا جلا ډول لیدلي دي.

یادې کمېټې د امر بالمعروف او نهي عني المنکر وزارت له مسلکي مرستیال ښاغلي شیخ محمدفقیر سره په لیدنه کې د ا.ا.ا د امیرالمومنین حفظه الله د ۳۲ ګڼې فرمان په اړه اړین معلومات ورکړل.

د نوموړي وزارت مسلکي مرستیال د دې ګام د هرکلي تر څنګ يې د فرمان د پلي کولو ډاډ ورکړ. هغه وویل، چې هر کارکوونکی دې د امیرالمومنین د احکامو او فرمانونو اطاعت وکړي.

له بلې خوا دغې کمېټې د اطلاعات او کلتور وزیر محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه سره هم د فرمانونو او احکامو د تعقیب په موخه تعارفي لیده کاته کړي دي.

په دې لیدنه کې د یادې کمېټې مشر محترم مفتي شېرولي حقاني د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین د ۳۲ ګڼې فرمان په اړه د اطلاعات او کلتور وزارت مسوولانو ته اړین معلومات ورکړل.

کمیته

د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکو له پلاوي د هرکلي تر څنګ له دغې کمېټې سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ویل،چې د ا.ا.ا مشرتابه ټول فرمانونه او حکمونه به په ښه ډول پلي کوي.

 د دغو ناستو موخه د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او احکامو تعقیب او څار بلل شوی دی.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS