افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

mozamil_admin
Thu, May 08 2025 2:39 PM
جلسۀ هیأت موظف پیرامون جلوگیری از ورود تیل، گاز مایع و سایر مواد نفتی بی¬کیفیت به افغانستان، برگذار شد!

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه.

دا پلاوی د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د (۷۹۳/۵۶۷۱) ګڼې ۱۷/۱۰/۱۴۴۶ هـ ق نېټې فرمان پر بنسټ ګومارل شوی تر څو هېواد ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو د واردولو مخنیوی وکړي.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار، د استخباراتو عمومي ریاست مالي او اداري مرستیال ملا بسم‌الله اخند، د ریاست الوزراء مقام د دفتر ریاست د ادارې او منابع مرستیال مولوي سیداحمد مستقیم او د نورو اړوند ادارو استازو ګډون کړی و.

دا غونډه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالعقدة‌الحرام پر ۱۰ چې د ۱۴۰۴ کال د غويي له ۱۸ نېټې سره برابره ده، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دارالامان ودانۍ د غونډو په تالار کې وشوه.

د دې ناستې د ترسراوي موخه، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکمونو پلي کول او افغانستان ته د ټيټ کیفیت لرونکو تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو د واردولو د مخنیوي لپاره د اړینو ګامونو پورته کول ښودل شوې ده.

غونډه د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.

د اجنډا له مخې، د ناستې په لومړۍ برخه کې د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو د واردولو د مخنیوي لپاره پر حل لارو خبرې وشوې.

د پلاوي غړو د موضوع په اړه له بحث وروسته، د ستندرد کولو قانون د تدوین د ګړندي کولو پر ارزښت ټينګار وکړ.

د دې غونډې غړو له هر اړخیز بحث وروسته ټينګار وکړ چې د نورم او ستندرد ملي اداره مکلفه ده چې ژر تر ژره دې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د (۹) ګڼې ۲۸/۳/۱۴۴۴ هـ ق نېټې فرمان له مخې د ستندرد کولو قانون طرحه چمتو او طې مراحل کړي، تر څو د اداراتو او اشخاصو دندې او واکونه څرګند او له اړوند تقنیني سند څخه د سرغړاوي په صورت کې اړین تأدیبي او جزايي مؤیدات پلي شي.

د ناستې په وروستۍ برخه کې د مؤظف پلاوي غړو د موضوع په اړه له خبرو وروسته یادونه وکړه چې د ا.ا.ا د مشرتابه عالي مقام په جدي توګه ژمن دی، څو هېواد ته د بې کیفیته موادو او محصولاتو په ځانګړي توګه د تېلو، اوبلنو ګازو او نورو بې کیفیته نفتي موادو مخنیوی وکړي او د هېوادوالو روغتیا او ملي ګټې لومړیتوب وګرځوي.

ناسته د افغانانو د هوساینې او سوکالۍ په دعا پای ته ورسېده.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم او د ا.ا.ا د کابینې د مصوبې پر بنسټ د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ پلاوی چې د نورو امارتي ادارو استازي یې غړي دي، د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره ناسته کړې وه. پلاوي د هېواد د بندرونو له هر اړخیزې لیدنې او ارزونې وروسته خپل راپور له پیشنهادي طرحې سره یو ځای د ا.ا.ا کابینې ته وړاندې کړ چې کابینې تصویب کړ. دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د کابینې مصوبه او د پلاوي په راپور کې راغلي وړاندیزونه تایید کړل چې له مخې یې افغانستان ته د بې کیفته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو پر واردولو بندیز ولګېد.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS