د کورنیو چارو وزارت محترم مقام ته!

mozamil_admin
Sat, Apr 04 2026 12:49 PM
د کورنیو چارو وزارت محترم مقام ته!

د کورنیو چارو وزارت محترم مقام ته!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
صحت او عافیت مو الله جل‌جلاله په نصیب کړه!
وبعد: ځینې مجاهدین او امنیتي منسوبین په ښارونو کې دننه یا بهر د نظامي موټرونو هرنونه وهي او یا یې په تېز رفتار سره چلوي، چي له امله یې ګډوډي او په ولس کې اضطراب رامنځته کېږي، همدارنګه د عاجل مریض په نه شتون کې دې د روغتونونو او ټولو صحي مرکزونو اړوند امبولانسونه په زوره هارنونه نه وهي، د دغه کارونو څخه دې مطلق مخنیوی وشي او د تخطي کوونکو پر ضد دې شرعي اجراآت ترسره شي.
د ټولو وزارتونو او امارتي ارګانونو موټروانانو ته دې د موټر چلونې زده کړې ورکړل شي، دوی ټول مکلف کړئ چې د موټر چلونې جوازونه ترلاسه کړي.


والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!
د اسلامي امارت مشرتابه مقام