په زیاتو لګښتونو له بې ضرورته دوهم، درېم او څلورم واده څخه د اسلامي امارت د مسؤلینو د منعه کولو په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه هدایات

mozamil_admin
Tue, Apr 21 2026 11:58 AM
په زیاتو لګښتونو له بې ضرورته دوهم، درېم او څلورم واده څخه د اسلامي امارت د مسؤلینو د منعه کولو په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه هدایات
2

په دې کي شک نه شته څوک چې د زوجیت حقوق اداء کولی شي او واده کولو ته یې شوق وي؛ اسلامي شریعت هغوی ته د واده کولو اجازه ورکړې ده، رسول الله‌ صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْکُمُ الْبَاءَةَ فَلْیَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ یَسْتَطِعْ فَعَلَیْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ» رواه ابوداود ج۲ ص۲۱۹.

قال النووي: فی هذا الحدیث الأمر بالنکاح لمن استطاعه وتاقت إلیه نفسه وهذا مجمع علیه لکنه عندنا وعند العلماء کافة أمر ندب لا إیجاب فلایلزم التزوج ولا التسري سواء خاف العنت أم لا، هذا مذهب العلماء کافة و لایعلم أحد أوجبه إلا داود ومن وافقه من أهل الظاهر. (عون المعبود شرح أبي داود ج6 ص30).

لاخلاف أن النکاح فرض حالة التوقان، حتی أن من تاقت نفسه إلی النساء بحیث لایمکنه الصبر عنهن وهو قادر علی المهر والنفقة ولم یتزوج یأثم. (بدائع النصائع في ترتیب الشرائع ج۲ ص 482 – کتاب النکاح مکتبة رشیدیة). إذا کانت له إمرأة و أراد أن یتزوج أخری وخاف أن لایعدل بینهما لایسعه ذلک وإن کان لایخاف وسعه ذلک والإمتناع أولی ویؤجر بترک إدخال الغم علیها. (فتاوی السراجیه، باب القسم ص 207).

دوهم، دریم او څلورم ودونه که څه هم په اسلامي شریعت کې مباح او جائز دي، خو دا چې زموږ د هېواد په زیاترو سیمو کې ودونه زیاتو لګښتونو ته اړتیا لري؛ په ځانګړې توګه دوهم، دریم او یا څلورم واده، ځینې یې د لګښتونو له زیاتوالي سربیره غیرضروري او له هوسیاتو څخه هم ګڼل کېږي، دا چې په اسلامي امارت کې د ځینو مسؤلینو کورنی اقتصادي وضعیت دومره زیات لګښتونه نه ایجابوي نو له همدې امله د دوی په امانتدارۍ، اعتماد او نېک شهرت باندې ناوړه اغیز لرلی شي.

د مسؤلینو خدمتي موقف او همدا راز جهادي بهیر تر ډېره حده متضرر کیدای شي، حال دا چې د جهادي مسؤل او هر اسلامي دعوت کوونکي لپاره ضروري ده چې د ژوند په هر اړخ کې یې باید پوره شفافیت موجود وي، د تهمت او بدنامۍ له ځایونو څخه ځانونه لري وساتي، د خپل مشرتابه او متدین ملت او خپلو ملګرو له اعتماد څخه په دوامداره توګه برخمن وي، نو له دې کبله د اسلامي شریعت په رڼا کي مو د اسلامي امارت مسؤلینو ته دا هدایات دي چې د اسلامي امارت مسؤلین له بې ضرورته دوهم، دریم او څلورم واده څخه ځانونه وساتي ترڅو له لاندنیو مواردو څخه محفوظ شي:

  • د اسلامي امارت د مسؤلینو شرعي او جهادي ستر هدفونه به د دوهم، درېم او څلورم واده د هوس او غیر ضروري شخصي غوښتنو له امله نه متضرر کېږي.
  • د اسلامي امارت مسؤلین له بیت المال سره د رشوت، اختلاس او خیانت له اتهام څخه هم خوندي وي.
  • تر یوه د زیاتو ودونو د کولو لپاره به د ناجائزو اسبابو او نامشروع لارو پر لور له حرکت کولو څخه محفوظ وي.
  • مکار دښمن ته به د اسلامي امارت په وړاندې د بدو تبلیغاتو فرصت په لاس نه ورځي.
  • البته څو صورتونه د بعضو مصلحتونو او یا هم چې تهمت په کې نه شته، له یاد حکم څخه مستثنی دي، دوی کولی شي په خپلو شخصي اموالو د خپل حال مناسب واده وکړي.
  • هغه چې بیخي اولاد نه لري او یا هم نارینه اولاد نه لري او د اولاد په خاطر بل واده ته اړتیا محسوسوي.
  • هغه چې د خپل ورور یا کومې بلې کونډې ښځې سره د هغې د خوښې او توافق په صورت کې نکاح کوي، چې عموماً زیات لګښت ته اړتیا نه لري.
  • هغه چې د کورنۍ له اړخه یې له مخکې مالي وضعیت سم وي، عام خلک یې دغه د واده لګښتونه شخصي ګڼي او د مشرتابه اجازه یې هم اخیستې وي.
  • اسلامي امارت هم هغه څوک نه منعه کوي چې د دوو، دریو او یا څلورو ودونو له امله شرعي یا سیاسي ستونزو او نیوکو سره نه مخامخ کيږي، بلکې اسلامي امارت هڅه کوي چې د ودونو په هکله خنډونه او غیر ضروري رواجونه له ټولني ختم شي، تر څو لکه د صحابه کرامو رضی الله عنهم په زمانه کې چې ساده او بې تکلفه ودونه وو، په هغه ډول د ځوانانو، پیغلو او ټولو حاجتمندو د دغې شرعي او فطري اړتیا ترسره کولو په لاره کې هېڅ ډول رواجي او بې ځایه مالي خنډونه وجود ونه لري.

محترمو مجاهدینو! دغه پورته هدایات مو پر شیوخو او علماء کرامو عرض کړل چې تر نظر یې تېر کړي، علماء کرامو یې د تایید ترڅنګ داسې لیکلي دي: (دا چې د هدایاتو په ترڅ کې د تعدد زوجات کوم قباحتونه لیکل شوي؛ بالکل پر ځای دي، دغه هدایات او لارښوونې پر اسلامي احکامو بناء دي).

والسلام

د اسلامي امارت مشرتابه