کندهار استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال لومړۍ ربع کې ۴۵۸ قضیې څېړلې دي

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۰:۵۲

د کندهار استیناف څارنوالۍ ریاست د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۴۵۸ قضیې ثبت او څېړلې دي. د دغو قضیو له ډلې ۶۴ قضیې د صورت دعوا د ترتیب وروسته ابتداییه محکمې او ۱۰۵ قضیې استیناف محکمې ته لېږل شوې دي او همدارنګه ۶۵ قضیې نهایي او قطعي شوي دي.

په دغو قضیو کې ۳۰ د وژنې، ۱۳۸ د غلا، ۲۳ د اخلاقي جرمونو، ۳۰ د نشه يي توکو، ۱۰۳ د ترافیکي جرمونو، ۸۰ د عاموي امنیت جرمونو او ۴۷ نورې بیا د اداري فساد جرمونو اړوند دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه ۲۳۲ زره او ۲۵۰ زره افغانۍ نقدي جریمه له تورنو څخه ترلاسه شوې او د دولت قطعي حساب ته لېږل شوی ده. همدارنګه ځینې مخدره توکي لکه تریاک او هیرویین هم مصادره شوي دي.