ارزګان استیناف څارنوالۍ ۵۵ قضیې څېړلې دي
د ارزګان استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۵۵ قضیو ته رسیدګي کړې ده. یادې قضیې له تحقیق، تعقیب او د صورت دعوا او اتهام نامو له ترتیب وروسته اړوندو محکمو ته لېږل شوې دي.
پر ځینو یادو شویو قضیو ابتداییه محکمې او پر ځینو استیناف محکمې حکم کړی دی. همدارنګه پنځه قضیې قطعي او نهايي شوې دي.
دغه قضیې د وژنې، غلا، قاچاق، د اخلاقي جرمونو، له دندې ناوړه ګټه اخیستنې، اختلاس، دولت ضد فعالیتونو، ترافیکي او نورو بېلابېلو جرمونو اړوند دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله ۴۲۳ زره او ۱۰ افغانۍ نقدي جریمه له تورنو ترلاسه شوې او د دولت د عوایدو حساب ته لېږل شوې ده.