د سمنګان د بندیانو دوسیې بررسي شوې
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويې څارنوالۍ د سرپرست په هدایت، د سمنګان څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د رئیسانو یوه پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د دغه ولایت له بندیانو سره مخامخ ولیدل او د هغوی دوسيې یې بررسي کړې.
د زندان د مدیریت په همکارۍ دغه پلاوي د بندیانو د دوسیو تر بررسۍ وروسته وموندله، چې په دغه ولایت کې د ټولو بندیانو دوسيې پر وخت رسیدګي شوې یا په محاکماتي پړاو کې دي.
دغه پلاوي له بندیانو سره په خبرو کې هغوی ته وویل، که د دغه ولایت په بندخونو کې ستونزه تر سترګو شوه، د اړوندو مسؤولانو په همکارۍ به ورته قانوني رسېدنه وشي.