د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

mozamil_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله.

دا ازموینه چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع‌الاول پر ۲۴ (د ۱۴۰۴ کال د وږي میاشتې ۲۶) د دې ادارې په ټولو مرکزي ودانیو کې اخیستل شوې ده.

په دې ازموینه کې ټولو (مسلکي، اداري او خدماتي) کارکوونکو ګډون کړی و.

د دې ازموینې موخه د دیني موضوعاتو په اړه د کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړول او د زده‌کړو لپاره هڅونه بلل شوې ده.

د دې ازموینې پوښتنې له هغو برخو راغلې وې چې له دې وړاندې د دعوت او ارشاد ریاست له خوا یې تدریس شوی و؛ لکه د جهاد مسائل، اسلامي حکومتولي، عدل او انصاف، نیت او اخلاص، د وخت ارزښت او معاملات.

د ازموینې پوښتنې په (پښتو او دري) ژبو جوړې شوې وې څو د ګډونوالو لپاره اسانتیا رامنځته شي.

د دې ازموینې بهیر د روڼتیا، نظم او کیفیت لپاره د دعوت او ارشاد ریاست د مسوؤلانو له خوا وڅارل شوه.

د یادونې وړ ده چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست، د دې ادارې د کارکوونکو لپاره هر کال د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب روزنیز پروګرامونه جوړوي چې بنسټيزه موخه یې د دیني پوهاوي کچې لوړول، د اخلاص او مسوولیت روحیې پیاوړې کول او د اسلامي حکومتولۍ اصول دي.

تازه‌ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

برگزاری امتحان رقابتی ۱۴۰ بست اداری و مسلکی لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، جهت استخدام ۱۴۰ بست اداری و مسلکی که ۴۰ بست آن از سال قبل بود، در تشکیل سال ۱۴۰۵ این اداره اضافه گردیده است، برگزار کرد.... . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

امتحان کانکور دور سوم ستاژ نظارتی با حضور ۸۱ داوطلب برگزار گردید

ریاست آموزش‌های مسلکی لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، امتحان دور سوم ستاژ نظارتی را از ۸۱ تن از کارمندان داوطلب این اداره اخذ کرد. این آزمون روز یکشنبه ۲۵ شوال ۱۴۴۷هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

۵۱ تن از کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام از دورهٔ ستاژ نظارتی فارغ شدند

۵۱ تن از کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، از دورهٔ دوم ستاژ نظارتی ریاست‌ آموزش‌های مسلکی این اداره، فارغ شدند. این برنامه روز چهارشنبه ۱۳ شوال ۱۴۴۷ هـ.ق (۱۲حمل. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها