د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته
د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته.
د دعوت او ارشاد ریاست دا نصاب تر دې وړاندې کارکوونکو ته تدریس کړی و.
د نوموړي ریاست د مسوولینو په خبره، د دې ازموینې پوښتنې په دوو ژبو (پښتو او دري) ترتیب شوې وې، څو ټول ګډونوال وکړای شي په اسانه ځوابونه وکړي.
د یادې ازموینې د ترسراوي موخه د اسلامي شریعت د معاملاتو په اړه د کارکوونکو د پوهاوي د کچې ارزونه او د هغوی د دیني معلوماتو پیاوړتیا ښودل شوې ده.
د یادونې ده چې د دعوت او ارشاد ریاست له دې وړاندې هم د ښوونیزو او دیني پوهاوي د پروګرامونو په لړ کې څو وارې د دغې ادارې له کارکوونکو څخه د دعوت او ارشاد نصاب د تدریس شویو برخو ازموینې اخیستې دي.
