د سرپل د استیناف څارنوالۍ او د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

ago_admin
Sat, Nov 21 2020 10:11 AM
سر پل

د دې ناستې موخه د ښځو د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګۍ پياوړتیا او د دغه ولایت د ښځو د حقونو فعالانو د همکارۍ جلبول بلل شوي دي.

دا ناسته د سرپل د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار سید یحیی احمدیار، د ښځو چارو رئیسې نبیلا حبیبي او د سرپل اسیتناف څارنوالۍ د ځینو نورو همکارانو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۲۸ ترسره شوه.

 د سرپل استیناف څارنوالۍ رئیس سید یحیی احمدیار په دې غونډه کې وویل، چې د ښځو چارو ریاست او د سرپل استیناف څارنوالۍ ترمنځ همغږي د ښځو د تاوتریخولي قضیو په څېړلو کې ګټوره ثابتېدای شي.

ښاغلي احمدیار زیاته کړه، په سرپل کې د ښځینه څارنوالانو په حضور سره اوس پر لويې څارنوالۍ د خلکو باور زیات شوی. نوموړي د خلکو د پوهاوي په برخه کې د ښځو چارو ریاست کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، د مېرمنو پوهاوی د دې سبب کېږي، چې مېرمنې د حق غوښتنې او قضیو ته یې د رسېدګي لپاره عدلي او قضايي ادارو ته مراجعه وکړي.

په ورته وخت کې د سرپل د ښځو چارو رئیسې د ښځو قضیو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د کړنو ستاینه وکړه او د دغو ادارو ترمنځ يې پر همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړې زیاته کړه، دا ریاست چمتو دی، چې د ښځو قضیو ته د رسیدګۍ په برخه کې د سرپل استیناف څارنوالۍ له ریاست سره هراړخیزه مرسته وکړي.