د مشرانو جرگي د درېيو غړو د نیولو په تړاو د لويې څارنوالۍ او ملي امنیت عمومي ریاست گډه مطبوعاتي اعلامیه
د مشرانو جرگي د درېيو غړو د نیولو په تړاو د لويې څارنوالۍ او ملي امنیت عمومي ریاست گډه مطبوعاتي اعلامیه مرغومي ۸، ۱۳۹۹ د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو او د لویې څارنوالۍ استازي د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ په ګډو عملیاتو کې د مشرانو جرګې درې غړي (سناتوران) د څلوېښت زرو امریکايي ډالرو د رشوت غوښتلو په تور د مرغومي پر ۷ لاس په لاس ونیول. د ملي امنیت عمومي ریاست او د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د استازو په همغږۍ دا درې برحال سناتوران چې د نظارت او ځينو چارو د ترسراوي په موخه بلخ ته تللي و، د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو د احکامو پر اساس، د رشوت غوښتلو په تور ونیول. د دغې قضيې په تړاو د مشرانو جرګې مجلس ته هم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون د ۱۰۲ مادې پر اساس خبر ورکړل شوی دی.