د فراه استیناف څارنوالۍ د دوو کسانو د اختلاس د تور قضيه محکمې ته ولېږله

Hussain_admin
Sat, Jan 30 2021 3:06 PM

د فراه استیناف څارنوالۍ د دوو کسانو د اختلاس د تور قضيه محکمې ته ولېږله

د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ولایت د ۷۱ فرقې د تأسیساتو د آمر او د دغه آمریت د یوه سرتېري قضیه چې په اختلاس تورن وو، د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر نهمه محکمې ته ولېږله.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د فراه د ۷۱ فرقې د تأسیساتو آمر له واکه په ناوړه ګټه اخیستنې، د ۳۰۰ لیترو ډيزل تېلو د پلور امر کړی، چې د دغې فرقې د شپږو میاشتو سهمیه وه. همداراز د تأسیساتو د آمریت موټر چلوونکی او سرتېری د لوا قوماندان د امر له اسنادو پرته، دا تېل د دغه ولایت درېيمې ناحیې ته لېږدولي او په یوه باوري عام کس يې پلورلي دي.

موظف څارنوال د تحقیقاتو تر بشپړولو او د اسنادو او شواهدو تر راټولولو وروسته د فراه د ۷۱ فرقې د تأسیساتو آمر د جرم د اصلي فاعل په توګه وپېژنده او د جزا کوډ د ۳۹۱ مادې لومړي فقرې پر اساس يې له محکمې څخه نوموړي ته د سزا غوښتنه وکړه.

همداراز د فراه ولایت د ۷۱ فرقې سرتېری او موټر چلوونکی د جرم شریک پېژندل شوی او د جزا کوډ د ۵۹ مادې پر اساس له محکمې ورته د مجازاتو غوښتنه شوې ده.