میدان وردک استیناف څارنوالۍ ۱۲۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده
د میدان وردک استیناف څارنوالۍ رئیس ګل احمد الکو ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، چې د ۱۲۲ قضیو له ډلې ۱۵ د وژنې، ۱۹ د غلا، ۱۷ د قاچاق، ۱۷ مالي او اداري جرمونه، ۱۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۷ ترافیکي جرمونه، یو اخلاقي جرم او پاتې ۳۴ نورې قضیې د بېلابېلو جرمونو اړوند دي.
دغه پروګرام د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۴ د یاد ولایت د ولایتي شورا استازو، دیني عالمانو، مدني
ټولنو غړو او قومي مشرانو په حضور کې وشو.
د ښاغلي الکو په خبره، د یادو قضیو له ډلې ۴۵ د اتهام نامو او صورت دعوا له ترتیبه وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوي او ۲۷ نورو قضیو باندې بیا استیناف محکمې حکم کړی دی. همدارنګه ۳۸ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ کړي او ۱۲ قضیې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې شپږ سوه او ۲۲ زره او ۳۹۲ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږل شوي، شپږ سوه او ۶۵ زره او ۸۰۸ افغانۍ په کفالت بل مال توګه او ۱۳۸ زره افغانۍ په امانت ډول بانک ته تحویل شوې ده. د ښاغلي الکو په خبره، درې میله وسله، یو موټر او دوه ګرامه شیشه چې له تورنو ترلاسه شوې وه، مصادره شوي دي.
ښاغلي الکو د بودیجې د مصرف په هکله وویل، چې یاد ریاست خپله ۹۸ سلنه بودیجه په ښه توګه لګولې ده. د نوموړي په خبره، په روان کال کې یې ۳۵ څارنوالان، ۱۵ اداري او ۱۵ خدماتي کارکوونکي د ارزونې له کړنلارې سره سم ارزول شوي دي.
د هغه په خبره، دغه ریاست له عدلي او قضایي، د ولایت مقام، د ولایتي شورا له غړو، دیني عالمانو او د ربړونې د مخنیوي کمېټې سره د همغږۍ او همکارۍ غونډې هم کړې دي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د عسکرۍ څارنوالۍ رئیس قیس جهیر غفاري وویل، چې دغه ریاست ۴۵ قضیې ثبت او څېړلې دي، چې دغه قضیې د قباحت، جنحه او جنایت اړوند دي. د نوموړي په خبره، یادو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه ۶۰ زره افغانۍ نقدي جزا د دولت خزانې ته تحویل شوې دي.
له بلې خوا د یاد ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو څارنوالۍ رئیس عبدالسلام سهیل وویل، چې دغه ریاست په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۸ قضیو ته د ۷۲ کسانو په مظنونیت رسیدګي کړې ده.