ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه؛ غور استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۷۰۸ قضيو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
Mon, Feb 15 2021 2:49 PM
ago

د لويې څارنوالۍ د مرکز او ولایتونو له کړنو څخه ملت ته د حساب او اطلاع ورکولو د غونډو په لړ کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۲، د غور استیناف څارنوالۍ له خوا د دغه ولایت د ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې غونډه ترسره کړه.

د غور استیناف څارنوالۍ رئیس عبدالمعروف فایق په دې غونډه کې وویل، د عسکري څارنوالۍ او د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ په شمول په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۷۰۸ قضيې د تحقیق تر بشپړولو وروسته اړوندو محکمو ته استول شوې دي.

ښاغلي فایق وویل، له دې شمېره ۱۶۱ قضيې ابتداییه او استیناف محکمو ته استول شوې او د ۲۷ قضیو محاکماتي مراحل بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي. نوموړي همداراز د ثبت شویو قضیو په تړاو وویل، په دغو قضیو کې ۳۱ قضيې د قتل، ۱۲۵ د غلا، ۴۷ د اخلاقي جرمونو، ۸۲ د نشه يي توکو، ۳۴ د ترافیکي جرمونو، ۱۷۲ د اداري فساد، ۲۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او همداراز ۱۹۲ د نورو جرایمو په تړاو دي.

د غور استیناف څارنوالۍ رئيس ټینګار وکړ، ۱۵۷ قضیې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پاتې نور هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

د ښاغلي فایق په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله، یو میلیون، ۸۵۱ زره او ۶۳۴ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دغه ریاست له خوا د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. همداراز ۷۱ ګرامه هیرویین، ۸٫۹۵۰ کیلوګرامه تریاک، ۴۱ ګرامه شیشه، ۱۹ ګرامه مت امفتامین او ۱۵ میله وسله هم ضبط شوي دي.

ښاغلي فایق یادونه وکړه، د غور استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ولایت له اوسېدونکو سره د اداري فساد او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د ماشومانو د سرغړاویو او له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د همغږۍ ګڼې غونډې کړې دي.

د دغې غونډې په پای کې د غور اسیتناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.